د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو له هغه اعلامیې هرکلی کوي چې په کونړ کې یې د داعش ډله ختمه کړې ده. دده په خبره د امریکا له لوري پر هوکړه عمل د طالبانو له لوري پر عمل کولو پورې محدود دی. دده په وینا د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې دداعش او القاعده یا نورو ترهګرو شبکو پر وړاندې به اقدام کوي او دوی ته به اجازه نه ورکوي چې د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد عملیات وکړي. خلیلزاد وايي دی خوښ دی چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او داعش ډله یې په کونړ کې ځپلې ده. تر دې وړاندې یوه امریکایي جنرال ویلي وو چې طالبانو د امریکا په مرسته په کونړ کې داعش ډله ختمه کړه. ددغه پوځي په خبره دوی له څو میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې له طالبانو سره همکاري کوله.