د ۲۰۲۴ کال لپاره د شي جين پينګ د ايکولوژيکي تمدن اړوند افکارو د پلي کولو په پار سيمينار د نومبر په ۲۹مې نېټې په بېجينګ کې د ايکولوژيکي تمدن د اړوندو اصلاحاتو ژورتيا او د ښکلي چين د ابادۍ په منځپانګه تر سره شوی دی.
برخه والو د دغه سيمينار په ترڅ کې د شي جين پينګ د ايکولوژيکي تمدن د اړوند افکارو او د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د روحيو زده کړه کړې او د اړوندو اصلاحاتو د ژورتيا او د ښکلي چين د ابادۍ په اړه يې بحثونه او د نظرونو تبادلې کړې دي.