په وروستيو ورځو کې ډونالډ ټرمپ د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شو، که څه هم هغه تر اوسه واکمن شوی نه دی، خو خپلو درې لويو سوداګريزو همکارانو ته د تعرفو د زياتوالي ګواښونه جوړ کړي چې همدغه څه په نړيواله ټولنه کې پراخې نيوکې راپارولې دي. په ورته وخت کې د نړيوال اکمالاتي ځنځير د ثبات د ساتلو په موخه يو نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو او د بېلابېلو هېوادونو تصديو په فعاله توګه پکې ګډون کړی دی. د نړيوال پرمختګ د بې ثباتۍ عواملو د زياتېدو په حال کې د چين او امريکا چلندونه يو له بل سره خورا توپيرونه لري.
ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۲۵مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ليکلي چې حکومت به يې له مکسيکو او کاناډا څخه د واردېدونکو توليداتو پر وړاندې ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې زياتې کړي او دغه راز له چين څخه د ټولو واردېدونکو توليداتو په مقابل کې سل سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړي چې لامل يې هېواد ته د زيات شمېر غير قانوني کډوالو او نشه يي توکو پر ننوتلو د ده اندېښنه ده.
ډونالډ ټرمپ د امريکا د فينټينيل د مسئلې پړه پر چين اچولې چې کړنه يې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې د دوی بې کفايته چلندونو ته ورته ده او يوازې يې پر چين تور لګولی و. د برېټانيا ګارډين ورځپاڼې په خپله مقاله کې ليکلي چې د تعرفو د زياتوالي په تړاو د ټرمپ ګواښونه د نړیوالو سوداګريزو سياليو د سختوالي بنسټ ايښی دی. عجيبه خبره دا چې ټرمپ د تعرفو زیاتوالی چين ته ځوابي اقدامات بللي چې امريکا ته د زيات شمېر فينټينيل د ننوتلو مخنيوی يې نه دی کړی. واقعاً په تېرو څو مياشتو کې چين د دې توکو صادرات ډېر جدي او اغېزناک کنټرول کړی دی .
په عين وخت کې د ټرمپ څرګندونې هم د مکسيکو او کاناډا د ناخوښۍ سبب شوې دي. د مکسيکو ولسمشرې کلاديا شينباوم پاردو ويلي چې که ټرمپ د ولسمشرۍ دندې په پیل سره د مکسيکو توليداتو پر وړاندې تعرفې لوړې کړي، حکومت به يې دې ته ځوابي تدبیرونه ونيسي. د کاناډا انتاريو ولايت والي دوګ فوډ هم د ټرمپ ګواښونه غندلي او هم يې د کاناډايانو پر وړاندې بې عزتي بللې ده. سربېره پر دې د جرمنۍ د اقتصاد وزير هابېک همدارنګه وړاندوينه کړې چې امريکا ښايي د اروپايي ټولنې او جرمنۍ پر وړاندې ورته تګلاره غوره ګوي، نو اروپايي ټولنه بايد دې ته چمتووالی ونيسي.
د امريکا خبري رسنيو هم له دې امله پر ټرمپ نيوکې کړې دي. د واشينګټن ورځپاڼې دې ته په اشارې سره ويلي چې ياد تدبیرونه ښايي ناکام شي او په حقیقت کې د تعرفو د زياتوالي له لارې نورو هېوادونو ته د سزاوو چوکاټ پراخوالی تنګې نظري ښکاري. برعکس نتيجه به يې دا وي چې چين خپله پانګونه زياته او بازاري ورخلاصون پراخ کړي. د دې ترڅنګ د نړۍ نور هېوادونه به له چين سره سوداګريو ته دوام ورکړي، خو يوازې امريکا د نورو هېوادونو پر وړاندې سوداګريز خنډونه جوړوي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امريکا د درېيو لويو سوداګريزو همکارانو پر وړاندې د ټرمپ ياد ګواښونه ښايي د هېواد په ډيپلوماتيکو او اقتصادي اړيکو کې ګډوډي رامنځته کړي. د سي اېن اېن د تبصرې له مخې امريکايي مشتريان به پرې بيه واخلي او بېوزلو کسانو ته به تر ټولو زيات زيانونه ورسېږي.
په ورته وخت کې خبري رسنيو هم دې ته پام اړولی چې د تعرفو د زياتوالي په اړه د ټرمپ څرګندونو تر څو ساعتونو وروسته د چين د اکمالاتي ځنځيرونو دوهم نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو او د ۶۹ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ۷۰۰ ګډون کوونکي يې راجلب کړي چې په دې لړ کې د نړۍ ۵۰۰ پیاوړو او سترو تصدیو شمېر په سلو کې له ۶۰ زيات شوی دی. له بهرنيو ګډون کوونکو څخه د امريکايي صنعتګرو شمېر لومړی مقام نيولی دی. د امريکا د اېپل شرکت اجرائيوي رئيس ټېم کوک ويلي چې د اېپل په اکمالاتي ځنځير کې چين تر ټولو مهم ځای بولم.
د سوداګرۍ په هکله د چین او امريکا رويې او کړنې خورا توپيرونه لري. خو چين به د نوي پړاو نړيوالتوب د لارښوونکي په توګه خپل ورخلاصون لا پراخ کړي او له نورو هېوادونو سره به ګډ پرمختګ ومومي.