د جاپان صدراعظم ايشيبا شيګېرو د نومبر په ۲۹مې نېټې پارلمان ته ويلي، حکومت يې غواړي د چين له مختلفو کچو سره تماسونه ونيسي.
صدراعظم ايشيبا شيګېرو په خپلې وينا کې د ډيپلوماسۍ، امنيتي تامين، اقتصاد او کورنيو چارو په شمول ساحو کې خپلې ادعاوې بيان کړې دي.
هغه د چين په اړه ويلي، حکومت به يې د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو پر بنسټ رغنده او ثابتې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي او د چين له مختلفو کچو سره به تګ راتګ وکړي.