د لویدیځې افریقا په ګینه کې د فوټبال یوې لوبې پر مهال د ننداره چیانو تر منځ شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. روغتیایي مسوولینو ویلي چې دا پېښه د ګینه په دویم تر ټولو ستر ښار کې شوې. یو ډاکټر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ګڼ شمېر مړي سیمه ییزو روغتونونو او مرده خانو ته د پیژندګلوۍ لپاره لیږدول شوي دي. دې ډاکټر چې د نوم نه ښودلو په شرط یې مطبوعاتو سره خبرې کولې، ویلي چې په روغتون کې تر اندازې ډیر مړي ایښودل شوي او دا چې مړي دومره ډیر دي چې د روغتون په سالون کې ځای پر ځای شوي دي. د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د فوټبال تماشه چیانو تر منځ وروسته تر هغه شخړه پیل شوه چې لوبڅار یوه جنجالي پریکړه وکړله او تر هغې وروسته د لوبې مینه والو د میدان په لور هجوم یوړ.