د سرپرست حکومت ویاند د ایران له لوري افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان حکومت د خپلو ګانډیانو پر وړاندې خپل مکلفیتونه ادا کړي دي. نوموړي ویلي، د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته هېڅ ډول ګواښ نشته او دې برخه کې د ایران اندېښنې ځواب شوې دي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، د ایران پر وړاندې د افغانستان له خاورې هېڅ ډول ګواښ نشته او د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه له یو بل سره بشپړه همغږي لري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي و، چې افغانستان سره سرحد کې د دېوال جوړولو چارې یې ۳۵ کیلومټره بشپړې کړې دي.