د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام خبر ورکړی، چې د جاپان حکومت په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ ويروس د له منځه وړلو لپاره، د هڅو په دوام له دغه هېواد سره د ۳.۱ ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې ده. پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا پيسې به په ۲۰۲۵ کال کې د پوليو کمپاينونو د ملاتړ لپاره له ۲۰ ميليونه زياتو واکسينونو اخيستلو لپاره وکاروي. په پاکستان کې د جاپان سرپرست شارژدافېر تکانو شوچي ويلي دي چې جاپان د سېلابونو، کورونا ويروس او ترهګرو بریدونو په څېر د خنډونو ترڅنګ له نږدې ۳۰ کلونو راهیسې د پولیو په له منځه وړلو کې د پاکستان ملاتړ کړی دی. دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.