د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي. د ترکیې د ولسمشر د دفتر په وینا، اردوغان په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې هېواد یې د خپل «ملي امنیت» لپاره په سوریه کې د ټولو هغو سازمانونو پر وړاندې چې ترهګر یې ګڼي، مخنیوونکي اقدامات ترسره کوي. اردوغان همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سوریې د ادارو د بیا رغونې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي. له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې انتوني بلېنکن په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او په سوریه کې د واک لېږد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې یو ځواب ویونکي او ټولشموله حکومت دې رامنځته شي. ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترک سیال هاکان فیدان سره نن خبرو ته دوام ورکړي.