د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې هیواد یې له اوکراین سره تازه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوي. بلېنکن نن ویلي چې په دغو مرستو کې د کییف لپاره وسلې او پوځي تجهیزات شامل دي چې د مسکو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي. بلېنکن وویل چې د مرستو دغه نوې کڅوړه له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو د زیاتوالي یوه برخه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپټمبر میاشت کې اعلان کړې وه. د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له اوکراین سره د مرستو اعلان کوي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بري وروسته ډیری په دې باور دي چې امریکا به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.