په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته د کرونا ویروس د ټیسټ وسایل لېږل شوي دي. امریکايي چارواکي وایي دوی هڅه کوي په افغانستان کې خپل مېشت ځواکونه خوندي کړي نو له همدې امله یې دلته د کرونا ویروس د ازمویښت وسایل لېږلي دي. دوی وایي چې د کرونا د ازمویلو لومړني وسایل یې لېږلي دي خو بشپړه پایله یې په سیمه کې د جرمني له یوه نږدې لابرتوار ترلاسه کولی شي. د امریکا ددفاع وزارت د پوځ د ساتنې لپاره پر مهمو اقداماتو لاس پورې کړی دی. دوی تمرینات ځنډولي دي او په پوځي چارو کې یې تغیر راوستلي. امریکا تر دې څو ورځې وړاندې له افغانستان ستانه شوي ۳۰۰ سرتېري هم قرنطین کړي دي او تر ۱۴ ورځو پورې به په یوه پوځي اډه کې ساتل کېږي.