د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد په خپل لومړني خپور شوي پیغام کې ویلي،چې غوښتل یې جګړې ته دوام ورکړي او له هېواد څخه یې د وتلو پلان نه درلود، خو د روسیې په غوښتنه یې سوریه پرېښوده. د سوریې پایتخت دمشق د دسمبر په اتمه د تحریر الشام په مشرۍ د وسله والو ډلو لاس ته ولوېد. بشارالاسد ویلي چې له سوریې څخه د وتلو وړاندې ددغه هېواد د لاذقیې بندري ښار یوې پوځي اډې ته تللی و او د روسیې په غوښتنه وروسته له هغه له سوریې څخه په بیړني ډول ووت چې دا پوځي اډه تر برید لاندې راغله. په سوریه کې د بشارلاسد د حکومت په ړنګېدلو باندې په دغه هیواد کې د اسد د واکمنۍ پر مهال ځورول شویو خلکو خوښي څرګنده کړې او دا یې د خپل هېواد د یو ښه راتلونکي نښه بللې ده.