د جرمني دفاع وزارت خبر ورکړی، د دغه هیوا پوځ لویه بودیجه ترلاسه کړې او په اساس به یې د ۲۰ میلیارد یورو په ارزښت نوي دفاعي تجهیزات وپېرل شي. د جرمني د پارلمان د بودیجې کمېټې دا بودیجه تصویب کړې ده، جرمني هڅه کوي، چې له روسیې سره د ناټو د روان کشمکش په ترڅ کې خپل ځواکونه مجهز کړي. د جرمني د دفاع وزیر بوریس پستوریس د پارلمان دا پرېکړه وستایله، په دغې بودیجې کې د وسلو اخیستلو ۲۸ پروژې شاملې دي. جرمني له سوړ جنګ راهېسې خپله بودیجه کمه کړې وه، خو د واشنګټن له سیاسي فشارونو او د ناټو له غوښتنو وروسته، دا بودیجه یې زیاته کړه او د خپل ناخالص داخلي تولید دوو برخو ته یې ورسوله.