د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د کولرا یو لک ۶۵ زره شپږ سوه ۲۹ پېښې ثبت شوې دي. په راپور راغلي، چې په نړۍ کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې په یمن کې، بیا په افغانستان او ورپسې په پاکستان کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د کولرا د واکسین په برخه کې پرمختګ شوی دی او د نومبر په میاشت کې یې درې نیم میلیونه ډوزه واکسین زېرمه کړی دی، خو په نړۍ کې د اوس لپاره لږ تر لږه پنځه میلیونه ډوزه واکسین ته اړتیا ده. کولرا تېرکال د افغانستان په شمول د نړۍ په پنځه څلوېښت هېوادونو کې د څه باندې څلور زره کسانو ژوند واخیست.