د غزني ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د نړیوالو موسسو په مالي ملاتړ يې د روان کال له پیله تر دې مهاله د ۱۸۲ میلیونه ۳۳۰ زره افغانیو په لګښت ۳۳۴ پروژې پلې کړې دي. د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د څښاک اوبو رسونې شبکې، د اوبو لګولو سیسټمونه او سړک جوړولو پروژې شاملې دي، چې د غزني په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې. مسوولین وایي، دا مهال د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د نږدې ۱۱لکه امریکایي ډالرو په لګښت ۳۲۲ نورې پروژې تر کار لاندې دي، چې په کې څه باندې ۹زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.