د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، قرغزستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهمه ده. نوموړي په کابل کې د قرغزستان د سفارت له سرپرست دانیار ژولچیف سره کتنه کې د کابل او بېشکېک پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، دانیا جولچیف ویلي، قرغزستان له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی او دغه برخه کې یې کابل ته د یوه لوړپوړي قرغزستاني پلاوي د سفر خبره کړې ده.