په کابل کې ایمرجنسي روغتون ویلي چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو په کچه کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی. یاد روغتون پرون په یوه راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال مارچ او ۲۰۲۴ کال مارچ میاشتو ترمنځ ثبت شوې ترافیکي پېښې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد روغتون د راپور له مخې، په دې موده کې د ترافیکي پېښو شمېر له ۲۶۶۲ څخه ۵۵۵۰ ته پورته شوی دی. د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اکتوبر پورې ډېری ترافیکي پېښې د هغو وسایطو له کبله رامنځته شوي چې له دیوالونو سره یې ټکر کړی یا هم له سړکه اوښتي او ځينې مهال سیند ته لوېدلي دي. ایمرجنسي روغتون یادونه کړې چې د کابل – کندهار پر لویه لار د وړمې شپې ترافیکي پېښو ۲۱ ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.