د ملي مصالحې عالي شورا وایي په مذاکراتو کې د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه د اوربند رامنځ ته کېدل دي. ددغه شورا رییس عبدالله عبدالله له رویټرز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي تر ټولو مهم شی چې ټول افغانان یې د مذاکراتو په لومړي پړاو کې غواړي د اوربند تامینیدل، د جګړو محسوس او ملموس کمېدل او دغه راز په ټوله کې د امن فضا رامنځ ته کېدل دي. هغه ددې تر څنګ پر دواړو لورو غږ کړی دی چې د اختلافي مواردو د حل لپاره باید بحثونه وکړي او د خبرو له لارې دې پایلې ته ورسېږي څو په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې پای ومومي. عبدالله عبدالله همدا راز وایي چې د ښځو او اقلیتونو له حقوقو به دفاع کوي او هڅه به دا وي چې روانه نامشروع او خونړۍ جګړه د تل لپاره ختمه کړل شي.