د چين د انرژۍ ملي ادارې شمېرې خپرې کړې، چې په ۲۰۲۴م کال کې د دغه هېواد د انرژۍ د امنيت د تضمينولو توان او د زرغون پرمختګ او د کم کاربون ايستونکي پرمختيايي ماډل سويه لوړه شوې ده. روان کال په دغه هېواد کې د ډبرو سکرو د توليد عمومي اندازه ۴ ميليارډه او ۷۶۰ ميليونه ټنه ښودل شوې، د اومو تېلو د توليد اندازه د مسلسلو شپږو کلونو لپاره زياته شوې، د طبيعي ګارو د توليد اندازه د مسلسلو اتو کلونو لپاره له ۱۰ مليارډو مترو مکعبو څخه اوښتې، چې پدې سره د انرژۍ په برخه کې د دغه هېواد د ځان بسياينې کچه له ٪ ۸۰ څخه زياته ساتل شوې ده.
شمېرې همدارنګه ښيي، چې په ۲۰۲۴م کال کې په چين کې د ټولو نصب شوو بريښنايي جنراټورونو د برېښنا د توليد ظرفيت ۳.۳۲ ميلیارډه کيلوواټه ښودل شوی او له دې جملې څخه د نوې کېدونکې انرژۍ د توليد ظرفيت ۳۰۰ ميليونو کيلوواټو ته رسېدلی، چې په ياد حجم کې يې ٪ ۸۵ برخه نيولې او دا کار د چين د زرغون پرمختګ او د کم کاربون ايستونکي پرمختيايي ماډل په برخو کې د نويو پرمختګونو ثبوت دی.