د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په پلازمېنه کې ۱۴ کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي دغه کسان د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي. بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د لرګیو د لوړې بیې او د برېښنا د نشتوالي له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره ډېری وخت له ګازي بخاریو کار اخلي چې دا مسأله د یو شمېر کسانو د مړینې لامل کیږي. د ژمي په رارسېدو سره د کابل ډېری اوسېدونکي په تېره بیا هغه خلک چې په اپارتمانونو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د برېښنا په نشتوالي کې تر ډېره له ګازي بخاریو کار اخلي.