د خوست ولایت د مرکز اړوند په لکڼو سیمه کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالقیوم فرقاني ویلي، چې دغه جومات د هېواد د یو ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت په یوه پوړ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د نوموړي په وینا دغه جومات په څه کم یو جریب ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړ شوی، چې په یوه وخت کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.