امريکا په دې وروستيو کې د چين تايوان سيمې ته د پوځي مرستې د ورکولو او د وسلو د پلورلو لايحه اعلان کړه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دې ته په غبرګون کې د امريکا ياده کړنه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا تر منځ له درېیو ګډو اعلاميو څخه سخته سرغړونه او د چين پر ملي حاکميت او امنيتي ګټو سخت تېری بللی او ويلي يې دي، دغه کړنه د امريکا د ولسمشر له اړوندو څرګندونو سره سمون نه لري او تايوان تجزيه غوښتونکو ته خورا ناسم پيغام ور کوي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کړی او امريکا ته یې خپل سخت مخالفت او اعتراض وړاندې کړی دی.
د ده په خبره، چين پر امريکا غږ کوي چې سمدستي پر تايوان سيمې د وسلو پلورل بند او د تايوان تنګي د سولې او ثبات د خرابولو اقدامات ختم کړي. چين به په اړينو اقداماتو د امريکا يادې کړنې ته ځوابونه ورکړي او خپل ملي حاکميت، امينت او د خاورو بشپړتيا به په ټينګه وساتي.