هندي رسنیو ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د روانې میلادي میاشتې تر ۳۱مې پورې له افغانستان د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د سرچینو په خبره هند وایي د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه یې دغه اقدام کړی دی. تر دې وړاندې ازبکستان او پاکستان هم له افغانستان سره د پولو د تړلو خبر ورکړی دی. ازبکستان بیا یوازې سوداګریزو کاروانونو ته لار پرانیستې ده او افغان حکومت هڅه کوي له پاکستان سره هم سوداګري جاري وساتي. افغانستان بیا لا هم له ایران سره پوله پرانیستې پرې اېښې ده او هره ورځ زرګونه افغانان هرات ته راځي. په دوی کې په کرونا ویروس مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي خو حکومت د یادو کډوالو د کنټرول او قرنطین لپاره مرکزونه او پنډغالي نه دي جوړ کړي.