کډوالي د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. دا اثر د افغان لیکوال دوکتور وحید وطنیار له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی دی او یوه سریزه، څلور برخې او ۱۱۱ مخونه لري.
د کتاب لومړۍ برخه کې، د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده، او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح شوې ده.
په دوهمه برخه کې، د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
په درېیمه برخه کې،کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.
په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوې دي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي، او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دا کتاب په ډېر ښه کیفیت سره د اکسوس کتابپلورنځي له خوا چاپ شوی او اوس په کابل، کندهار، خوست، ننګرهار او غزني ښارونو کې د لاسرسي وړ دی. د دې کتاب لوستل هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د کډوالۍ په روانو ستونزو او د افغانانو په راتلونکي اغېز پوهېدل غواړي.
په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یوه نوی لید وړاندې کوي.