د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او چین پر یووالي ټینګار کړی دی. نوموړي چې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې په غونډه کې خبرې کولې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي پیاوړتیا د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ګډو پانګونو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو پورې تړلې ده. اخوا په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي چې د دغې غونډې ګډونوال و د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړی دی. په دغه غونډه کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د ایران له سفیر غوښتي چې د ایران د دولت په همکارۍ د افغانستان د وچې میوې لپاره تعرفوي اسانتیاوې برابرې کړي څو صادرات او واردات په متوازنه توګه ترسره شي.