د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د فراه د کجصمد لوی بند د جوړېدو لپاره څېړنې پیل شوې دي. د دغې پروژې ارزښت ۲ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی. د دغه وزارت په وینا، کجصمد بند به شاوخوا ۵۶ متره لوړوالی ولري او د ۱۴۰ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري. د بند د جوړېدو په لړ کې به زرګونو کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژې تر بشپړېدو وروسته به ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوب شي.