د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ کوچنیو کرنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس امان الله حسن وویل، چې یادې پروژې په افغانستان کې د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ د ۳۹ میلیونه ۸۸۴ زره ۸۱۴ افغانیو په لګښت کرنیزو اوبو د مدیریت او د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه پلې شوې دي. د نوموړي په وینا، یادې پروژې د بدخشان په ارګو، کشم، درایم، یفتل پایان، شهدا، بهارک، وردوج او زیباک ولسوالیو کې پلې شوې، چې په چوکاټ کې یې د کانالونو، سربندونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. هغه وویل، د دې پروژو په بشپړېدو سره به په ټولیز ډول د ۱۳ زره ۹۳۸ جریبه کرنیزه ځمکې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي، چې د کروندګرو لپاره به د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د ژوند شرایطو د ښه کېدو زمینه برابره کړي.