د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې ۵۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازدا او پرون د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د سپینبولدک د سرحدي امریت د معلوماتو لهمخې دغه کسان د ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو لپاره همکارو ادارو ته وروپېژندل شول. تر دې وړاندې، کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري ویلي و، چې د سرپرست حکومت په هڅو ۴ زره ۲۵۸ افغانان چې ماشومان او ښځې هم په کې وې د سیند ایالت له زندانونو ازاد او د هېواد له سرحدي سیمو یې افغانستان ته په خوندي توګه ستانه کړي دي.