د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د دغه هېواد په بېجينګ ، تيانجين ښارونو او هه بې ولایت کې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۴.۶ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۰.۶ زياتوالی ښيي او د تاريخ نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی.
په ياد حجم کې د بېجينګ بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لویه برخه جوړوي او ٪ 71.7 نيسي.
د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې په بېجينګ ، تيانجين ښارونو او هه بې ولایت کې د وارداتو ارزښت ۳.۳۵ ټريليونه يوانه ښودل شوی او د صادراتو ارزښت يې ۱.۲۵ ټريليونو يوانو ته لوړ شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۵ لوړوالی ښيي.
د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د سه چوان ولایت او چونګ چينګ ښار کې د مالونو د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱.۵۷ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴ زياتوالی ښيي. دواړو سیمو دغه راز د چين په ستره برخه کې د ورخلاصون او په نړيوالو سياليو کې د برخه اخيستنې په برخو کې د نمونې د جوړولو هڅې ګړندۍ کړې دي.