د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۲۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې فلپين له امريکا د توغندیز سیسټم د اخيستلو پلان د بهرنيو قواوو په همکارۍ په سيمه کې د کړکېچ د جوړولو او د جيوپوليټيک تقابل او تسليحاتي مسابقې د راپارولو لپاره جوړ کړی او په وينا يې، د فليپين دغه کړنه خطرناکه ده او د خپل هېواد او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د خلکو او د سيمه ييز امنيت لپاره غير مسئولانه انتخاب دی.
د معلوماتو له مخې فليپين غواړي له امريکا څخه د ټيفویوس د منځنۍ فاصلې ویشتونکي توغندیز سیسټم واخلي.
ماو نينګ وويل، سيمه منځنۍ فاصلې ویشتونکي توغندیز سیسټم ته نه ، بلکې سولې او سمسورتيا ته اړتيا لري، چين يوځل بيا پر فليپين غږ کوي، چې د سيمې د هېوادونو او خلکو اوازونه واوري، خپلې ژمنې رعايت کړي او ټيفویوس توغندیز سیسټم ونه کاروي.