د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د ډسمبر په ۲۳مه نېټه ويلي، چې اوکراين له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله ده چې له چين سره يې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې شي.
نوموړي په همدې ورځې په پلازمېنې کيف کې په دغه هېواد کې د چين نوي سفير ما شنګ کون باورليک منلی دی.
زيلينسکي د چين او اوکراين تر منځ د اړيکو د سوله ییز توب او پرمختګ حالت ستاينه کړې او هيله يې ښودلې چې له چين سره د بېلا بېلو کچوتګ راتګ پياوړی کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې يې همکارۍ ژورې شي.
ما شنګ کون ويلي، چې چين او اوکراين ستراتيژيک همکاران دي، چين غواړي له اوکراين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.