د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورنیو ته د شاتو د تولید په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده. د مسوولینو په خبره د بېوزلو کورنیو لپاره د پایدارې عایداتي سرچینې رامنځته کولو لپاره د ودان موسسې لهخوا او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مالي ملاتړ په قرغیو ولسوالۍ کې ١٠٠ بې وزله کورنیو ته د شاتو د توليد کاروبار برابر شوی دی. په دې پروژه کې هرې کورنۍ ته ۱۱٤ کیلو بوره د مچیو تغذیې لپاره، پنځه صندوقه د شاتو مچۍ ، پنځه تش صندوقونه د مچیو د ساتنې لپاره ، دوه د شاتو د تصفیې دستګاوې، یوه خیمه او یو کیټ د مچیو د ساتلو وسایل ورکړل شوي دي.