د بامیانو ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه ولایت یکاولنګ ولسوالۍ د «کوتل حوض شاه» په سیمه کې د فلانکوچ ډوله موټر او بار وړونکي موټر د ټکر له امله يو تن مړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درملنې په موخه د باميانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په خبره لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغې پېښې لامل«بې احتیاطي او ډېر سرعت» و. دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې ترافیکي پېښې په ژورې اندېښنې بدلې شوې دي. تېره اوونۍ د کابل-کندهار پر لويه لار د دوو ترافيکي پېښو له امله تر ۵٠ زياتو کسان ژوند له لاسه ورکړ.