د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې ښکاره تېری او د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې ده. کرزي په خپره شوې خبرپاڼه کې، د پاکستان له لوري دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په زیان ګڼلي دي. نوموړي همدارنګه د اسلاماباد په پالیسۍ کې بدلون، له افغانستان سره د کاونډیتوب د نېکو مناسباتو پر بنسټ د متمدنه اړیکو رامنځته کول، د دواړو هېوادونو په ګټه او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د ټينګښت عامل ګڼلی دی.