د قزاقستان د بیړنیو حالتو وزارت اعلان کړی، چې نن د دغه هېواد اکتائو ښار کې یوه مسافر وړونکي الوتکو لوېدلې. د راپورونو له مخې دغه الوتکه چې ۶۷ تنه پکې سپاره وو، د دغه هېواد له پلازمینې باکو څخه د روسیې چیچین ښار ته روانه وه، چې د خرابې هوا له کبله یې لوری بدل شوی. تراوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په تړاو کره معلومات نه دي خپاره شوي.