د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني نظامیانو د تېرې شپې د برید د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي په دغو بریدونو کې ۵۱ تنه شهیدان شوي او ۶ نور ټپیان دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د دغې پېښې ځینې قربانیان د یاد ولایت د مرکز ښرنې روغتون ته ور وړل شوي دي. سیمه ییزو مسوولینو او د قربانیانو کورنیو غړو ویلي، په نښه شوي ټول ملکي وګړي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي .د سرپرست حکومت دفاع وزارت د پاکستان دغه بریدونه د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه بللې او ویلي یې دي، چې دغه کرغېړن عمل بې به ځوابه پرې نږدي.