د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د کورونو جوړولو چارې بشپړې او کډوالو کورنیو ته وسپارل شول. د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد ابراهیم عمري ویلي، چې د بغلان په مرکزي بغلان، پلخمري، او دهنه غوري ولسوالیو کې ۱۴۷ کډوالو کورنیو ته د کورونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د نوموړي په وینا، په هر کور ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په کې د اوسېدو لپاره دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب شامل دي.