د چين خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د کوريا جمهوريت له بهرنیو چارو وزیر چو تای يول سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
وانګ يي وويل، چين او کوریا جمهوريت نږدې ګاونډي هېوادونه او مهم همکاران دي او د ګډو هڅو په نتيجه کې يې اړيکو ښه والی او وده موندلې ده او دا د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره مطابقت لري. چين غواړي له کوريا جمهوريت سره خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي. چين د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه مداخلې د اصل مراعات کوي او پدې باور دی، چې د کوريا جمهوريت خلک د خپلو کورنيو مسئلو د هواري بصیرت او توان لري.
چو تای يول وويل، چې هېواد يې له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو اوسني مثبت تمایل ته اهميت ورکوي او غواړي چې له چين سره د ستراتېژيکو نظريو تبادلې تقويه کړي، د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اړيکې او د بېلابېلو برخو راشه درشه زياته کړي او د خلکو د تګ راتګ د اسانولو لپاره زيات تدبیرونه ونيسي.
دواړو مشرانو همدارنګه ګډ نظر ښودلی، چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ همکارۍ د دغو درېيو هېوادونو د پرمختګ او د سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ګټې لري او درې واړه خواوې به د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي.