د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د مشرانو ۲۹مه غونډه څو ورځې دمخه تر سره شوه چې پکې د ۱۴مې ملي کمېټې د ۳مې غونډې د تر سره کېدو مسوده تصويب شوې او وړانديز شوی چې دا غونډه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۴مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.
د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې ۱۳مه غونډه د ډسمبر په ۲۵مه نېټه پرېکړه کړې چې د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۳مه غونډه به د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.