چين ميډيا ګروپ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارې څلور فرعي صحنې اعلان کړې، چې له مخې به يې د دغه هنري نندارې اصلي صحنه په بېجينګ کې او څلور فرعي صحنې به يې په جلاجلا توګه د دغه هېواد په چونګچينګ ، ووهان، لاسا او ووشي ښارونو کې وي. دا پدې معنا ده چې د دغه هنري نندارې یو شمېر پروګرامونه به په جلاجلا توګه په يادو ځايونو کې اجرا شي، چې پدې سره به يې د پسرلني اختر خوشحاله شېبې له ټولو چينايانو او همدارنګه ټولو نړيوالو کتوونکو سره شريکې شي.