د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانو څخه څخه ۴۴ افغانان ازاد او پرون هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله له ۲ میاشتو څخه تر یو کال پورې بندیان وو، چې له راستنېدو سره سم د همکارو موسسو له لوري ور سره بشري مرستې شوې دي. پرون هم د دغه هېواد له بندخونو ازاد شوي ۵۳ افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي وو.