په مصر کې د چین سفارت خبر ورکړی چې د ډسمبر په ۲۳مه يې د دغه هېواد په پلازمېنه قاهره کې د فلسطین له سفیر سره غزنې ته د چین د دوو جوپو بېړنیو بشري مرستندويه توکو د سپارلو تړون لاسلیک کړی دی.
سرچینه وايي چې په قاهره کې د چین سفیر لیاو لی چیانګ او د فلسطین سفیر دیاب اللوح د ياد تړون د لاسليک په مراسمو کې حضور د رلود.
لياو لي چيانګ ويلي، چې هېواد يې د غزې بشري وضعيت ته د رسیدګۍ لپاره تر خپلې وسې پورې فلسطين ته دوامدارې مرستې ورکوي او د مصر له لارې به غزې ته د خوراکي توکو او دوا په شمول څو جوپې بېړنۍ بشري مرستې ولېږي. چين غواړي د فلسطين او مصر له اړوندو ارګانونو سره نږدې اړیکې او همغږي وساتي، څو د مصر له لارې غزې ته بېړنۍ بشري مرستې ورکړي.
دياب ويلي، چې د فلسطين حکومت او خلک د چین له بېړنيو بشري مرستو څخه مننه کوي او د چين د دې اقدام ستاينه يې کړې، چې په نړیوالو ډګرونو کې يې د فلسطيانو له حقه حقونو څخه کلک ملاتړ کړی دی.
په قاهره کې د فلسطین سفیر د چین دا دریځ د فلسطين او چين ترمنځ د ژورې دوستۍ او د چین د مسئولانه رول ښکارندويي بللې ده.