د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۵مه نېټه بېجينګ کې له خپل جاپاني سيال تاکېشي اوايا سره لیدنه کړې او پر دوه اړخيزو اړيکو غږېدلي دي.
وانګ يي په ياده ليدنه کې ويلي، چې مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پيرو په پلازمنېه ليما کې د جاپان له لومړي وزير اشيبا شيګېرو سره په لیدنه کې د دواړو خواوو د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لوری ټاکلی دی . وانګ يي هيله ښودلې، چې جاپان له چين سره پر سمو خپلمنځي ستراتيژيکو او متقابلې ګټې لرونکو اړیکو ټينګار وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي. د دې تر څنګ، هغه شپږ ماده ييز وړانديزونه کړي، چې له مخې يې دواړه هېوادونه باید سمې سټژاټيژۍ غوره کړي ، متقابل اعتماد دې وساتي، د نظريو تبادلې او ډيالوګ دې پياوړی کړي، پر همکاریو او ګډو ګټو دې ټينګار وکړي، کلتوري تبادلې دې زیاتې کړي او اختلافونه دې په ښه توګه حل کړي.
تاکېشي اوايا ویلي، چې هېواد يې غواړي له چين سره رغنده او ثابتې اړيکې جوړې کړي، د تاريخ په مسئله باندې به د توميچي موراياما د خبرو پر دریځ ټينګار وکړي او له چين سره به په ګډه توګه لا زيات بریاليتوبونه ومومي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.