ګڼو بهرنيو شرکتونو د نوي ۲۰۲۵ کال د پيل په درشل کې په چین کې د ډېرو پانګونو او د نویو تولیداتو د جوړولو اعلانونه کړي دي.
هوا چن باو ما شرکت د یو نوي ډول موټر د تولید خبر ورکړی او د جنورۍ په ۷مې نېټې یې رسنيو ته ويلي، چې دغه پرېکړه یې د چیني مشتریانو د اړتیاوو له مخې کړې ده.
هوا چن باو ما شرکت له ځان سره د جرمني د بې اېم ډبليو(BMW) پوره همکاري او ملاتړ لري. کارپوهان وايي، د هوا چن باو ما شرکت ياد خبر په چیني بازار کې د بې اېم ډبليو(BMW) د پياوړي باور ښکارندويي کوي.
د جرمني واکسوېګن ګروپ (Volkswagen Group) د هوا چن باو ما شرکت له ياد خبر یوه ورځ دمخه د چین د شیاو پنګ موټري شرکت سره هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې دواړه شرکتونه په ګډې همکارۍ د برقي موټرونو د چټک چارج تر ټولو لویه شبکه جوړه کړي.
د ټیسلا موټري شرکت هم په ورته وخت کې اعلان کړی، چې په شانګهای ښار کې يې د بېتري ذخيره کولو د جيګافابریکې د ابادۍ کارونه بشپړ کړي، ژر به يې په چارو پيل کړي او کلنۍ تولیدي اندازه به یې لس زرو ته ورسېږي.
د چین د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون پروفیسور لو یوې د نوي کال په پيل کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونو لړيز اعلانونه په دې مانا بولي، چې د چین ټکنالوژي او صنعتي همکارۍ پياوړې جلبونې لري او د دغه هېواد لوی بازار، بشپړو تولیدي ځنځیرونو، د نوې انرژۍ ټکنالوژۍ او اوټوماټیکو چارو تجربې د نړیوالو پانګوالو لپاره ډېرې جلونکې دي.
د بهرنیو پانګوالو په نظر، د چین لوی بازار له حیاتي ځواک څخه ډک دی او د پرمختګ پوره خوځنده ځواک لري.
د چین د سوداګرۍ عمومي ټولنې شمېرې ښيي، چې د روانې جنورۍ میاشتې د توکو د پرچون د وړاندوینې شاخص 51.1 سلنې ته رسېږي، چې دا د تېر ډسمبر او د تېر کال د جنورۍ په نسبت لوړوالی ښيي. د چین د دودیز پسرلني اختر په رارسېدو سره به د توکو لګښت نور هم زیات شي.
چین اوس د نوي کیفیت تولیدي قوت ته پرمختګ ورکوي، د بېلا بېلو صنعتي چارو د ځیرکتیا او زرغونو چارو تمایل يې څرګند کړی او د بهرنیو شرکتونو لپاره يې ډېر زیات ګټور فرصتونه برابر کړي دي.
ډېرو بهرنیو شرکتونو له یوې مودې راهیسې په چین کې سترې فابریکې جوړې کړې دي.
په چين کې د جرمني د بوسچ ګروپ (Bosch Group) مشر له نوښتي شرکتونو سره د همکاريو تمه ښودلې ده.
کارپوهان وايي، چین د بازاري پیمانې او نظم، تولیدي ځنځیر او د مستعدو کسانو په برخو کې ډېرې وړتیاوې لري، چې دا د بهرنیو تصدیو د پانګونې لپاره پياوړی ملاتړ برابروي.
د چین د اقتصاد ګړندي زیاتوالي او د ورخلاصون ثابتې پراختیا یې د بهرنیو پانګوالو باور نورهم پیاوړی کړی دی. د چین حکومت تېر کال د اقتصادي پرمختګ د بیا سمسورتيا لپاره یو لړ اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
د چین د اقتصاد مرکزي غونډه چې د تېر کال په پای کې ترسره شوه، د پرانیستې کچې د لوړتیا او د بهرنیو پانګوالو د هڅونې په سیسټم کې د ژورو اصلاحاتو یو لړ ترتیبات نيولي او بهرنیو پانګوالو ته یې نوره ښه ګټوره زمینه او باور برابر کړی دی.
اوسمهال د نړیوال اقتصاد د زیاتوالي سرعت ورو شوی او جیولوژيکې سیاسي خطرونه هم زیات شوي، چې پر نړیوالې پانګونې يې بد سیوری غوړولی دی.
د ګڼو بهرنیو ارګانونو په وړاندوینو کې د چین بازار د خوشبینۍ وړ ښودل شوی او په دغه هېواد کې يې د ډېرو پانګونو خبر ورکړی دی.
د مورګن سټنلي شرکت ويلي، د چین مصنوعي ځیرکتيا چارې به د نړيوالو پانګوالو نوره پاملرنه هم راجلب کړي او د نوي ډول صنعتي چارو د پرمختګ فضا به یې لاپسې وغځېږي.
کارپوهان باور ښيي، چې بهرني شرکتونه به په چیني بازار کې د دغه هېواد د اقتصادي جوړښت په لا ښه والي او د کورنيو اړتیاوو د پټ ځواک په پرانیستنې سره ډېرې ګټې ومومي.