د هېواد شمال او شمال ختیځو ۹ ولایتونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۴۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۲۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه کورونه دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب لري چې پر جوړولو یې ۳۵۰ زره افغانۍ لګول شوې دي. ځینې کورنۍ چې له سرپناه برخمن شوي له مسوولینو د دوی نورو ستونزو په ځانګړي ډول د سړک او ښوونځي جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. د مسوولینو د معلوماتو له مخې د دغو کورونو جوړولو پرمهال درې زره او ۵۰۰ فني او غیر فني کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.