د سرپل ولایت ځايي مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ ښوونځیو او نورو تعلیمي بنسټونو ودانۍ بیا رغول شوې دي. د سرپل د ولایت ویاند حبیب الله مسرور ویلي چې په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ ۱۴ ښوونځي او تعلیمي بنسټونه او د همکارو موسسو په مرسته د ۱۲۵ زره ۵۹۸ ډالرو په لګښت ۹ نور ښوونځي رغول شوي او ورسره د ۲ میلیونه ۷۶ زره افغانیو په لګښت ۱۵ ښوونځیو ته باغچې جوړې شوې دي. د نوموړي په وینا، د ښوونځیو دغه ودانۍ په تېرې ادارې کې د جګړو له امله ویجاړې شوې وې، خو د روان کال په لسو میاشتو کې د پوهنې وزارت او همکارو موسسو په مالي ملاتړ بیا رغول شوې دي. مسرور همدارنګه زیاته کړه چې د دې پروژو په بشپړېدو سره زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.