د چین د پوست د ملي ادارې مشر جاو چونګ جيو د جنورۍ په ۸مه نېټه د ۲۰۲۵م کال د پوست په ملي کاري غونډه کې ويلي، چې په ۲۰۲۴م کال کې په چين کې د چټک پوست له لارې له ۱۷۰ ميليارډو زياتې بستې لېږدول شوې او دغه شمېر د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۲۱ سلنه زياتوالی ښودلی. د چټک پوست د چارو عمومي عايدات یو ټريليون او ۴۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلي او دغه شمېر ۱۳ سنله زياتوالی ښودلی دی.