د امريکا د سوداګرۍ وزارت څو ورځې دمخه د دوی ملي امنيت ته د ګواښ په پلمه د چين په شمول د ځينو هېوادونو د بېپيلوټه الوتکو سيستمونو د مخابراتي ټکنالوژۍ او خدماتو د پلټنې اعلان وکړ.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جنورۍ په ۷مه نېټه د امريکايي لوري ياده کړنه ډېره غیر مسوولانه بللې چې له کومو شواهدو پرته يې د چين په شمول د څو هېوادونو د بېپيلوټه الوتکو سيستمونو پر معلوماتي امنيت شکونه څرګند کړي، او ويلي يې دي، هېواد به يې دې ته نژدې پام وکړي او امريکا بايد حقيقتونو ته درناوی ولري او سمدستي خپله ناسمه کړنه بنده کړي.