له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۲۴۰ کسان او کورنۍ چې، ډېری یې اسناد لرونکي دي د تورخم له لارې په جبري توګه هیواد ته را ستانه شوي دي. ورته مهال تازه را ایستل شوي د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي او وایي چې، د پاکستاني حکومت د ظلم او ځورونو له امله یې ژوند له کړاو سره مخ وو. تازه را ایستل شوي ځینې نور افغان کډوال شکایت کوي چې، د پاکستان پولیسو په تورخم کې په ناقانونه ډول او د وهلو ډبولو په زور پیسې ترې اخيستې دي. ورته مهال، د سیمهییز مسوولینو د شمېرو له مخې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه شااوخوا ٢٤٠ کسانو او کورنۍ په جبري ډول را ایستل شوي چې، ډېری هغو یې قانوني اسناد هم لرل.