د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال نه باید د حقوقي مکانیزمونو له کارونې پرته و ایستل شي. په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د رسنیو مسوول ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال نه باید د قانوني پړاونو له تېرولو پرته و ایستل شي. د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي. له دې ټولو سره سره د پاکستان دولت د قانوني اسنادو د نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورنکړي.