د چين د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د جنورۍ په نهمه نیټه اعلان وکړ، چې د چین او مالديو د ازادې سوداګرۍ تړون د روانې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه نافذ شوی دی. د چین او سینګاپور د ازادې سوداګرۍ تړون کې ډېر ښه اصلاحات راغلي دي، کوم چې په رسمي ډول د تیر کال د دسمبر په ۳۱مه نیټه نافذ شو، چې په ټولیزه توګه یې د یو بل تولیدي بازارونه پرانیستل او د ډیجیټلي اقتصاد په څیر نویو رامنځته شويو برخو کې يې همکاري نوره هم پراخه کړه.
هه يا دونګ وويل: چين تر اوسه پورې له ۳۰ هېوادونو او سيمو سره د ازادې سوداګرۍ ۲۳ تړونونه لاسليک کړي دي. د ازادې سوداګرۍ شبکه په دوامداره توګه پراخه او ژوره شوې او د ازادې سوداګرۍ تړونونو محتوا او کیفیت په مداومه توګه هم بډایه او ښه شوی دی.